افغان ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې په یوه ترافیکې پیښه کې د لسګونو کسانو په مړینه خواشیني ښوولې ده.
له ارګ ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي روغتیايي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د ژوبلو کسانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
نن سهار یو ۳۰۳ بس موټر چې له کندهار څخه کابل ته راروان و، د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې چپه شو او په کې ۳۵ تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شول.
ترافیکي چارواکي وايي، بس موټر د موټر چلوونکي د بې پروايي له امله اوښتی.