معترضو کاندیدانو د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر عملي کېدو ټینګار وکړ

په کابل کې یو شمېر معترضو کاندیدانو یو ځل بیا د ځانګړي محکمې په پریکړه کې، چې د استناف له خوا هم تایید شوې د هر ډول بدلون په وړاندې خبرداری ورکړ.

دغه کاندیدان، چې ډېری یې د ځانګړي محکمې له خوا بریالي اعلان شوي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که د محکمې په نتایجو کې بدلون راسي، نو ناوړه پایلي به له ځانه سره ولري.

د دوی له ډلي داود سلطانزوی وايي.

″موږ غواړو یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړو، چې د شرعي محکمې پرته بل هیڅ یو لسټ له موږ سره نسته او نه هم کوم بل لسټ موږ ته د منلو وړ دی.

که چیرې د ځینو نورو لسټونو سره لوبه وسي، نو دا کار به ناوړه پایلي له ځانه سره ولري.

معترضو کاندیدانو دا غبرګون داسې وخت ښوولی، چې د ځینو رپورټونو له مخې ممکن د ځانګړې محکمې د پرېکړې پرخلاف له ولسي جرګې څخه کم کسان وایستل شي.

د دې ترڅنګ د کاندیدانو یوه بله ډله بیا د انتخاباتو د باطلیدو غوښتنه کوي او وایي، چې د ځانګړي محکمې په پرېکړه کې نیمګړتیاوي موجودې دي.