د هرات د منارونو په سیمه کې نن سهار د ملي اردو پر یوه کاروان حمله شوې، چې په کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان شوي.
په سیمه کې د ملي اردو یو ویاند نجیب اله نجیبي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې پیښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې په دې چاودنه کې عامو خلکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه کومې ډلې د دې پیښې مسوولیت نه دی اخستی.
د خبر له مخې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند ده او په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
دا په تیره یوه اونۍ کې د منارونو په سیمه کې دویمه چاودنه وه.