ننګرهار: د څلورمې حوزې امر ووژل شو

له ننګرهار څخه راپورونه وايي، چې نن سهار په جلال اباد ښار کې په یوې چاودنه کې د ۴ حوزې امر وژل سوی.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې چاودنه د ملي امنیت د کار کوونکو پر موټر شوې، چې د ملي امنیت یو مامور په کې وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي.

خو ویل کیږي، چې وژل شوی کس د جلال اباد د څلورمې حوزې امر و.

د چاودني مسوولیت چا نه دی منلی.