د لیبیا یاغیان چې د مرکز طرابلس په دوو خواوو بریدونه کوي، هڅه کوي چې د معمر القذافي تر څلویښت کلونو د اوږدې مودې په مخه واکمني ختمه کړي.
رپوټونه څرګندوي، چې د زاویه په سیمه کې جګړه روانه ده، دا سیمه د مرکز طرابلس په پنځوس کیلومترۍ کې ده. یاغیان هڅه کوي چې د تیلو د تصفیې دغه مرکز ونیسي.
د زلیتن له سیمې هم د جګړو خبرونه ورکړل شوې دي دا سیمه د مرکز طرابلس په ختیځ کې پرته ده. د زلیتن په جګړې کې تر دیرشو ډير یاغیان وژل شوې دي او په لسګونو نور ټپیان دي.
رویټرز اژانس د قذافي د ویاند موسی ابراهیم په وینا څرګندوي چې د قدافي ځواکونو په دواړو سیمو زاویه او زلیتن کې پرمختګ ته دوام ورکړی دی.
یاغیان چې ناټو یې ملاتړ کوي بیا وایي چې د طرابلس په لور یې د اکمالاتو لارې بندې کړې دي.
بل لور ته یاغیانو اعلان وکړ چې د قذافي پخوانی ملاتړی عبدالسلام جلود له دوی سره یوځای شوی دی. جلود د هغه ډلې غړی دی چې په نولس سوه نهه شپیتم کال کې یې له قذافي سره مرسته وکړه چې د کودتا له لارې واک ترلاسه کړي، نوموړي د صدراعظم په توګه هم کار کړی دی.