د قذافي مخالفینو د زليتان ښار نیولی دی

د لیبا د حکومت د مخالفې شورا یو ویاند ویلي، د حکومت مخالفو وسلوالو د قذافي له ځواکونو سره تر نښتو وروسته په لویدیځ کې د زليتان ښار نیولی دی.

په دې جګړه کې ۳۱ د حکومت مخالف وسلوال وژل شوي او یوسلو شل نور ټپیان دي.

د منیر رمزي په نوم دی ویاند ویلي، د قذافي ځواکونه له دې ښاره چې د طرابلس په ۱۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی، په تیښته دي او یاغیان پر ښار واکمن شوې دي.

په دې سیمه کې له میاشتو راهېسې حکومتي ځواکونه له یاغیانو سره په جګړه بوخت وو.

دا ښار له مصراته څخه پایتخت ته پر لاره، چې یاغیان د ورلنډیدو هڅه کوي پروت دی.

ویل کېږي، چې یاغي وسلوالو د راویه په ښار کې هم یوڅه پرمختګ کړی دی.