ستانکزی:پر برتش کونسل ډله ایز برید پای ته ورسید

د کابل امنیتي چارواکي وایي، چې ټول هغه حمله کوونکي وژل شوي چې په کارته پروان سیمه کې یي نن سهار په برتش کانسل ډله ایزه وسله واله حمله کړې وه.

د کابل د امنیي قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ رادیو ته وویل، چې په دې پېښه کې پر حمله کوونکو سربیره شل تنه نورو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې پولیس، ملکي وګړي او د بریتانیي د کلتوري مرکز افغان ساتونکي په کې شامل دي.

په دې اړه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال له ښاغلي ستانکزي سره مرکه کړې:

دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ