کابل:د انګلستان فرهنګي دفتر تر بریدونو لاندې
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، نن په کابل کې د انګلستان فرهنګي دفتر ته نږدې د وسله والو په ځان وژونکو حملو کې د یوه بهرني تبعه په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
صدیق صدیقي د بهرني هویت په ډاګه نه کړ.
د پولیسو یو مامور محمد ظاهر وایي، په دې حملې کې د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ یو کس وژل شوی دی. پولیسو ویلي، د حملې د قربانیانو زیات شمېر افغان پولیس دي.
طالبانو د دغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی.
پولیس وایي، یوه ځان وژونکی لومړی د انګلستان د فرهنګي دفتر بهر، په چاودیدونکو موادو بار موټر واچاوه او دوهم ځان وژونکی ودانۍ ته ننوت او د چاودیدونکو مواد د واسکټ په واسطه یي ځان والوزاوه.