امریکا او اروپا:ولسمشر اسد دې واک پریږدي

د امريکا متحدو ايالتونو او درو اروپايي قدرتونو د سوريې له ولسمشر بشاراسد څخه وغوښتل چې واک پرېږدي.

دوي دا غوښتنه مخکې له دې وکړه چې د ملګروملتو امنيت شورا د بشار اسد له لوري د حکومتي ضد مظاهرو د ځپلو په باب غونډه وکړي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په يوه اعلاميه کې د بشار اسد د لېري کېدو غوښتنه وکړه.

د ولسمشراوباما غوښتنه لږ وروسته د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلنټن هم په يوه تلويزيوني پيغام کې تکرار کړه.

د امريکا متحدو ايالتونو همدا راز د اسد د رژيم پر ضد سخت بنديزونه هم اعلان کړل چې له هغو سره سم د سوريې ټولې شتمنۍ کنګل کېږي او سوريې ته صادرات او په دغه هېواد کې پانګونه منع کېږي.

له بشار اسد څخه د امريکا له غوښتنو او پر رژيم يې له بنديزونو وروسته دې ته ورته اعلان د بريتانيا صدراعظم ډيويډ کامرون، د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل او د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي په يوه ګډه اعلاميه کې وکړ.

دوي وروسته له دې دا غوښتنه وکړه، چې د ملګروملتو د بشري حقونو ډلې پرون په يوه خپور کړي راپور کې وويل سوريې احتمالاً د بشريت پرضد جنايتونه کړي.

د ملګرو ملتو په راپور کې ويل شوي چې د سوريې امنيتي ځواکونو په بيړه او بې ځنډه سياسي بنديان وژلي، شکنجه کړي اود ځپونکو عملياتو په ترڅ کې يې ماشومان په نښه کړي دي.

راپور د ملګروملتو امنيت شورا ته سپارښتنه کوي، چې سوريه د زور زياتيو په تور نړېوالې جنايي محکمې ته د تعقيب لپاره معرفي کړي.

پر دې موضوع به ښايي امنيت شورا د بندو دروازو ترشا په خپله غونډه کې خبرې وکړي:

(ممکن غونډه جوړه شوې وي- او اپ ډېټ ته اړتيا وي – يوه جمله ورزياته کړئ)