بلجیم:توپان د راک د موسیقۍ فیسټیوال ګډوډ کړ

د بلجيم په شمال کې په ازاده فضا کې د راک موسيقۍ فيسټوال پرون سخت توپان ګډوډ کړ، لږ تر لږه درې تنه يې ووژل او اووه نور سخت ژوبل کړل.

د بروکسل په ختيځ کې په هاسيلت ښار کې اور وژونکو وويل، د موسيقۍ په دې فيستوال کې دوه سټېجونه د توپان په نتيجه کې ونړېدل او د يوه سټېج د بام نيمايي برخه ړنګه شوه.

د تلويزيون لوي سکرينونه هم، چې د زرګونو نندارچيانو لپاره ايښوول شوي وو، باد وغورځول او مات شول.