په کيف کې د تيموشينکو د پلويانو او مخالفانو مظاهرې
Your browser doesn’t support HTML5
د اوکراين پخواني ولسمشر ويکتور يوشچينکو د پخوانۍ صدراعظمې يوليا تيموشينکو د قضيې د يوه عيني شاهد په توګه په محکمه کې راڅرګند شو.
يوليا له روسيې سره د ګازو په يوه معامله کې په ٢٠٠٩م کال کې له خپل کاري صلاحيت څخه د ناوړې استفادې له کبله محاکمه کېږي.
د کيف ښار د محکمې تر ودانۍ دباندې د يوليا تيموشينکو پلويانو او مخالفانو مظاهره وکړه، چا يې په ملاتړ او چا يې پرخلاف شعارونه ورکول.