په هرات کې په دوو پرله پسې بمې چاودونو کې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي ویاند محې الدین نورې پېښه تاییدوې او وایي، چې دوه موټره نن سهار نهه بجې د دغه ولایت د اوبې ولسوالې په ترکان سیمه کې د سړک د غاړې په ښخو شوېو بمونو برابر شو چې له امله یې ۲۲ کسه مړه او ۷ نور ټپیان دي.
د اوبې د امني چارو قومندان شیراغا الکوزی وایي، چې په دغو چاودونو کې ټول ټال ۲۴ کسه مړه او ۱۱ ټپیان دي چې ټول قربانیان عام خلک دی.
په ورته وخت، د ولسمشرۍ له ماڼې څخه په را رسیدلی خبرپاڼه کې افغان ولسمشر حامد کرزی هم د هرات ښار برید په کلکه غندلی دی.
په سیمه کې د ماین د ښخولو پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.