ننګرهار:په هوايي بمباريو ۵ وسله وال ووژل شول

تېره شپه د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي، چې په کې يې پېنځه تنه وسله وال وژلي او درې تنه يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.

د خوګياڼيو ولسوال حاجي محمد حسن نن (پنجشنبې) ازادۍ راډيو ته ووويل:

بېګا ناوخته ائتلافي ځواکونو د خوګياڼيو په پيره خېلو سيمه کې هوايي او ځمکني عمليات کړي، چې په کې پېنځه تنه وسله وال د بمبار له امله وژل شوي او دوه تنه يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.

په ختيځ کې د مېشت ائتلافي ځواکونو مطبوعاتي څانګې هم ازادۍ راډيوته وويل چې (( د پنجشنبې په شپه ائتلافي ځواکونو د خوګياڼيو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې د دولت ضد وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه عمليات ترسره کړي، چې يو شمېر مخالفين په کې وژل شوي او يو شمېر يې ژوندي نيول شوي دي.)) د ائتلاف مطبوعاتي څانګې د وژل شوېو او نيول شوېو د کره شمېرې په اړه څه ونه ويل او ترڅنګ يې د هوايي بمباريو څخه هم ناخبري وښوده.

تر دا مهاله دولت ضد وسله والو مخالفينو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.