ګردیز:د نړېوالو ځواکونو په مرکز کې چاودنه شوې

په پکتیا کې چارواکې وایي، چې نن سهار وختې په مرکز ګردیز ښار کې د میشتو نړېوالو ځواکونو په اډه کې چاودنه شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون پېښه تاییدوي او وایي، چې دا چاودنه د یو موټر بم په وسیله شوې، چې په کې دوه کسه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د ده په وینا د پېښې ټول قربانیان افغانان دي.

بل خوا په ګردیز کې ناټو ځواکونه وایي، چې په پېښه کې دوه کسه مړه دي.

د ګردیز په روغتون کې موظف ډاکټر ننګیالې صافی بیا وایي، چې د دغې حملې له امله دوي ته شپږ ټپیان ور وړل شوي دي.

خو د طالبانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې په دغه برید کې، چې د یو اویا کلن کس له خوا شوې ۲۷ امریکایې عسکر مړه او ۳۴ نور یې ټپیان دی.