م.م د سوریې پر حالاتو لنډې خبرې وکړې

راپورونه وايي، د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشره به له امنیت شورا نه وغواړي، چې د مظاهره چیانو د ادعا شوې شکنجې له امله دې د سوریې رژیم د پلټونو لپاره نړېوالې جرمي محکمې ته ور وپېژندل شي.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو لویه کمېشنره ناوې پېلې نن په نیویارک کې د تړلو دروازو تر شا امنیت شورا ته د سوریې پر حالاتو لنډې خبرې وکړې.

د ډیپلوماټانو په وینا رپوټونه ورکړل شوي، چې تمه ده ناوې فېلي به ووايي، داسې شواهد شته، چې د سوریې رژیم له نړېوالو بشري حقونو په ښکاره خلاف ورزي کړې ده.

په داسې حال کې چې په سوریه کې د مظاهره چیانو ځپل روان دي، ملګرو ملتو پرون وویل، چې له دغه هېواد نه خپل غیر ضروري کارکوونکی باسي.

په تېرمارچ کې د بشار اسد رژیم پرضد په پیل شوېو مظاهرو کې تر اوسه نږدې دوه زره کسان وژل شوي او په زرګونو نور بندیان شوي دي.