په هملند کې ۹۶ پولیسو د مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول

د هلمند چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې شپږ نوي پولیس د مسلکي زده کړو له یوې دورې نه فارغ شول.

د هلمند د پولیسو د ښوونې اوروزنې مسوول محمد رفیق شیریار نن خبریالانو ته وویل، دغو پولیسو د جنکي تکتیکونو او سواد په ګډون بیلابیلو برخو کې زده کړه ورکړل شوه.

د شیریار په وینا د پولیسو له دې وروستۍ ډلې سره په لښکرګاه کې د روزل شویو پولیسو شمیر درې زرو څلور سوو ته ورسید.

په هلمند کې دا مهال د پولیسو دوه لوی مرکزونه دي، چې د ګاونډي ولایتونو ته هم په کې پولیس روزل کیږي.