په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې یې دولس وسله وال مخالفین وژلي او اته ویشت نور یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا وسله وال د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو او جلا عملیاتو کې وژل شوي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا عملیات په کابل، کونړ، کاپیسا، هلمند، زابل، لوګر، غزني، خوست او کندهار ولایتونو کې ترسره شوي.