امریکایي چارواکې وایي، چې د لیبیا حکومت د مخالفانو په وړاندې جګړه کې چې له پیله یې شپږ میاشتې وځي، د لومړي ځل لپاره سکاډ توغندی توغولی دی.
یوه امریکایی پوځي چاروکي وویل، دغه توغندی د یکشنبې د ورځې په سهار د سیرت ښار له نژدې سیمې فیر شوی او بریقه بندري ښارته نژدې په یوې دښته کې لګیدلی دی، چې څوک یې نه دي ژوبل کړي.
د وسله والومخالفانو ویاند احمد باني رویټرز ته وویل، د سکاډ توغندي توغول یوه بل ثبوت دی چې د قذافی رژیم مشروعیت له لاسه ورکړی دی.
″د هغو راپورونو په اړه چې وایي، پر بریقه سکاډ اس ار ۱۷ توغندی چې ۲۸۰ کیلومټره واټن ویشتلی شي، لګیدلی، ورستیو پرمختګونو ته په پام سره اوس دغه توغندی ۳۵۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي.
په حقیقت کې مستبد رژیم دغسې توغندي لري او دوی د دې توان لري، چې ترې کار واخلي.″
په عین حال کې یاغیانو ادعا وکړه، چې دوی د طرابلس په لویدیځ او جنوب کې مهم ښارونه نیولې دي. یاغیان هڅه کوي، چې پرطرابلس د محاصرې کړۍ تنګه کړي.
د ليبيا د حکومت وسله والو مخالفانو دغه راز هغه راپورنه رد کړل، چې وایي، دوی د تونس په تفریحي ساحلي ښار جیربه کې د ليبيا د واکمن معمر قذافي له رژیم سره خبرې کړې دي.