روسیه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو د بیا پیلولو په هڅه کې

د روسیې یو لوړ رتبه چارواکی له ایراني چاروکو سره خبرې کوي، ترڅو تهران دې ته اړکړي، چې د روسیې د وروستي وړاندیز په رڼا کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې چې له یوې مودې راهیسې په ټپه دریدلي، بیرته پیل کړي.

په وروستیو کلونو کې د دغو خبرو څو پړاونه چې په کې بریتانیا، چین فرانسه، جرمني، روسیه او متحده ایالات برخه لري، ناکامه شوې دي.

لویدیځ اندیښمن دی، چې ایران په پټه د اټومي وسلو پروګرام پرمخ وړي، خو تهران دغه تورونه ردوي.

روسیې د ایران د اټومي لانجې د پای ته رسیدو لپاره د دې هېواد له لورې د هرمثبت اقدام په صورت کې پرتهران د بندیزونو د لیرې کیدو وړاندیز کړی دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا مشر نیکولای پاتروشیف نن له خپل ایراني سیال سعید جلیلي سره وکتل او ټاکل شوې ده، نن وروسته له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره هم وګوري.

هېڅ لوري د ننیو خبرو په اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.