حسني مبارک بيا په محکمه کې

Your browser doesn’t support HTML5

په داسې حال کې چې حسني مبارک د دوشنبې په ورځ د دويم ځل لپاره په محکمه کې راڅرګند شو، د محکمې د ودانۍ بهر، د هغه پلویان او مخالفان په خپلو کې سره ونښتل او د یوبل په وړاندې یې له خشونته کارواخیست. ویل کېږي که ۸۳ کلن مبارک چې ناروغ دی او نن بیا هم د روغتون په چپرکټ کې پروت په محکمه کې راڅرګند شو، مجرم وپېژندل شي نوبه ښایي په اعدام محکوم شي.