ترکیې: سوریه دې د مظاهره کوونکو له ځپلو لاس واخلي

د ترکيې د باندنيو چارو وزير پرون يو ځل بيا له سوريې څخه وغوښتل، چې د حکومت ضد مظاهرو له ځپلو لاس واخلي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد اوغلو وويل، د سوريې له ولسمشر بشار اسد سره د تېرې اوونۍ له خبرو سره سره په دې هيواد کې د مظاهره چيانو پرضد ځپونکي اقدامات زيات شوي.

احمد اوغلو زياته کړه، د ملکيانو پرضد د سوريې د رژيم عمليات، چې په لويو ښارونو کې شدت مومي، بخښل کېدای نه شي او بايد بې قيد وشرطه ودرول شي:

″د سوريې عسکر بايد له ښارونو څخه ووځي، حالات بايد بېرته عادي شي. که دا عمليات ونه درول شي، د نورو اقداماتو د نه کولو لپاره به دليل پاتې نه شي. موږ توقع لرو او غوښتنه کوو، چې دا عمليات ودرول شي.″

ترکيې له بشار اسد څخه بيا بيا غوښتنه کړې، چې اصلاحات وکړي خو اسد په دې کار کې پاتې راغلی دی.