سینګار د ښځو فطري غوښتنه ده

د پیغورونو له امله ښځې نشي پولیس کیدای

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سترجنرال بسم الله محمدي وایي، چې کلتوري ستونزې په تېره پېغورونه د پولیسو په لیکو کې د ښځو د نه شاملېدو لامل کېږي.

پژواک خبري اژانس خبر ورکوي، چې محمدي دغه خبره تېره اوونۍ د سنا په عمومي غونډه کې وکړه زیاته یې کړه چې هېواد یې پنځه زره ښځینه پولیسو ته اړتیا لري، خو دوي په تېرو لسو کلونو کې ایله توانېدلي دي، چې یو زر او پنځه سوه ښځې د پولیسو لیکو ته جذب کړي ځکه چې دودیز بندیزونه ښځو ته دا اجازه نه ورکوي چې پولیسې شي.

د یادولو ده، چې ښځینه پولیسانې زیاتره د ښځو د تالاشۍ، څارنوالیو او ښځینه زندانونو کې دندې ترسره کوي، خو د ښځینه پولیسو د کموالي له امله ښځې په تېره تورنې او مجرمې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


پکتیکا:۲۴قابلګانې فارغې شوې

په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره څلورویشت ښځې د قابلګۍ له اتلس میاشتنې کورس څخه فارغې شوې.

د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر ولي ګل تېره اوونۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له دغو څلورویشت ښځو څخه شپاړلس د پکتیکا او پاتې د نورو ولایتونو اوسېدونکې دي، چې د USAID په مالي مرسته د I M C موسسې له خوا روزل شوي چې په خپلو سیمو کې به له ښځینه ناروغانو سره مرسته کوي.

خبر زیاتوي، چې تر دې دمه د پکتیکا مېرمنو د ښځینه قابلو د کموالي له امله ګڼې ستونزې درلودې چې له امله یې د مور او ماشوم مړینه هم زیاته وه، خو دغه قابلې به وتوانېږي چې په پکتیکا ولایت کې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې شته ستونزې راکمې کړي .


د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


روژه د حوصلې میاشت ده

روژه د ازمایښت میاشت ده د صبر او حوصلې میاشت ده، خو په دغه میاشت کې ځیني روژتي نارینه چې لوږه، تنده یې پسې واخلي په کور کې له ښځو سره چې هغوي هم روژه وي او ورسره ورسره د کور ټول کارونه او د ماشومانو روزنه هم ورله غاړې وي په نه خبره بد چلند او تاوتریخوالی کوي.

د کابل د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکې، چې نه غواړي نوم یې واخلو وایي چې په روژه ماتي کې که خواړه لږ وځنډېږي د کور نارینه یې ډېر په غوسه کېږي ان دیګي ورته نسکوروي.

د دې مېرمنې مېړه مزدور کار دی، سلطان نومېږي. دی وایي چې موږ

کارکوو نو غواړو ماښام په مالګه او مرچو برابر خوندور خواړه تیار وي، خو کله چې ښځې خواړه په وخت برابر نه کړي او یا یې خوند نه وي نو خامخا په قار کېږي .

د روژه ماتي د پخلي د په وخت نه تیارېدو تر څنګ ګڼ نارینه کله چې د روژې لوږه او تنده په عذاب کړي نو د خپل زړه بړاس په ښځو باسي او هسې بې دلیله په قار وي او ښځو ته شور کوی.

د ننګرهار اوسېدونکې زرمینه وایي، چې یو خو یې بې وزلي ده او بل یې مېړه په روژه کې مدام په قار وي .

دیني عالم قاضي نور حسن وایي، د روژې په میاشت کې به هغه څوک بریالی وي چې په طاعت کې له صبر او حوصلې کار اخلي او له ټولو خلکو په تېره کورنۍ سره ښه سلوک کوي.

ښاغلی حسن په ګډ ژوند کې د ښځې او نارینه تر منځ د همکارۍ او تعاون پر روحیه ټینګار کوي او له ښځو سره بد چلند او تاوتریخوالی هر وخت په تېره روژه کې د اسلامي اخلاقو خلاف عمل بولي.

د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


سینګار د ښځو فطري غوښتنه ده

سینګار کول او خپلې ظاهري ښکلا ته پام کول د بشر په تېره ښځو فطري غوښتنه ده، چې له کوچنیوالي په کې را څرګندېږي.

د همدې غوښتنې په اساس د ارایشګرۍ حرفه راپیدا شوې چې په افغانستان کې د تېرو لسو کلو په بهیر کې خورا غوړېدلې ده.

نن سبا یوازې په کابل ښار کې شاوخوا زر ارایشګاوې فعالیت کوي چې ښځو ته یې د پیسو ګټلو او کار ښه فرصت برابر کړی دی.

ملالۍ د کابل ښار یوه ارایشګره ده دا وایي، چې دا حرفه یې د مهاجرت پر مهال زده کړې او له شپږو کلو راهیسې یې خپله ارایشګاه پرانیستې ده.

ارایشګري ښه عاید لري داسې چې مشهورې ارایشګاوې یوه ناوې په شاوخوا دېرش زره افغانیو سینګاروي، دغه راز د وېښتو له قیچي کولو او داسې نورو خدماتو هم په سوونو افغانۍ اخلي.

ملالۍ هم د خپل کار له عایده خوشاله ده وایي، چې دا کولای شي له دې لارې خپل کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي او خپلو ماشومانو ته د ښو زده کړو زمینه برابره کړي.

ملالۍ د خپلو خبرو په دوام وویل، چې تر اوسه یې ګڼو نورو ښځو او نجونو ته هم ارایشګري ور زده کړې ده چې اوس له دې لارې ښه عاید لري.

ملالۍ ښځې کار کولو او د حلالې روزۍ ګټلو ته هڅوي او له نارینه وو غواړي، چې د کار په برخه کې د ښځو مخالفت ونه کړي .

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ