روسیه: د مخالف ګوند مشر د والي پرضد د اعتراض په تور نیول شوی و

د روسیې د اپوزیسیون مشر بوریس نیمټسوف د یک شنبې په ورځ په سنټ پټرس بورګ کې، د والي پر ضد د اعتراض څخه وروسته ونیول شو.

د سنت پټرس بورګ والي به راتلونکې اونۍ د ښاروالۍ په انتخاباتو کې ګډون وکړي. نیمټسوف چې په روسیه کې د خلکو د ازادي د ګوند له مشرانو دی، ازادي راډیو ته وویل، چې دی په سیمه کې له خلکو سره د لیدو په وخت ونیول شو.

ده ویل، چې پولیسو ته یې هغه پاڼې چې خلک یې د خپلو راییو باطلولو ته تشویقول ورکړې او ونیول شو.

په دې پاڼو کې عمده شعار دا و، چې دا انتخابات صحیح نه دي، دا درغلۍ دي او په دې خاطر باید د ټولو کاندیدانو پر ضد یې وکاروي.

د پاڼې په بله خوا بیا د والۍ د تجارتي پلانونو په اړه لیکل شوي، چې د هغې زامن ډېر شتمن دي او بلیونونه ډالر يې ګټلي دي.

دا پاڼې وايي، چې په سنټ پټرس برګ کې د ښاروالۍ سیسټم په ناوړه حالت کې دی او په ژمي کې خلک مري. د سنټ پټرس برګ تاریخي موقف له منځه تللی.

نیمټسوف د څه وخت لپاره د پولیسو په توقیف کې و، خو پرته له دې چې څه تور پرې ثابت شي خوشي شو.