د بشري حقونو فعالان وايي د سوريي ځواکونو نن پر ساحلي ښار اذقیه باندې د درنو وسلو ډزې وکړې چې له امله يې لس تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې په ټانکونو سمبالو ځواکونو د مدیتراني سمندر پر غاړه پروت د دې ښار په مختلفو سیمو کې حمله کړې ده.
عیني شاهدان وايي په لاذقیه کې چې اکثریت اوسېدونکي يې سني مذهبه دي د درنو وسلو د ډزو او چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.
له دې نه وړاندې هم د سوريي ځواکونو په دغه ښار کې د حکومت ضد مظاهره کوونکي ځپلي وو.