د نشه یې توکیو پر ضد د جرمونو استیناف محکمې د مخدروموادو څوارلس تنه قاچاق کوونکي په بند محکوم کړل.
د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا قاچاق کوونکي د کندهار، بدخشان، فراه، پنجشیر او هرات ولایتونو اوسیدونکي دي او له لسو ترشلو کلونو پورې د بند سزا ور اورول شوې ده.
د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، چې د روان کال په دریو میاشتو کې یو سل او درې اتیا تنه قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي دي.