له کندهاره ٧ ټنه خټکي دوبۍ ته صادر شول

له کندهاره په زياته اندازه خټکي دوبۍ ته صادر شول، د دې ولايت مطبوعاتي دفتر وايي 6 ټنه خټکي چې په سپين بولدک ولسوالۍ کې توليد شوي وو، د کندهار له نړېوال هوايي ډګر څخه د دوبۍ مارکېټونو ته صادر شول.

تر دې وړاندې د کندهار انار او انګور هم د عربي هېوادونو او د نورې نړۍ مارکېټونو ته صادر شوي وو.

خو په کندهار کې کروندګر شکايت کوي، چې د اصلاح شوېو تخمونو، د اوبو لګولو د سيسټم او نورو برخو کې دولت په کافي اندازه مرستې نه دي ورسره کړي.