په وروستیو کلونو کې چې د قانون حاکمیت کمزوری شوی پر دولتي او شخصي شتمنیو تجاوز ډېر شوی او اوس له یوې خوا د دولت په ملیونونو جریبه مځکه د پخوانیو جهادي قومندانانو، زورورو کسانو او دولتي چارواکو له لوري غصب شوې له بلې خوا د عامو خلکو په تېره بیا هغوی چې په هیواد کې د جګړو له لاسه مهاجر شوي وو، مځکې او جایدادونه غصب شوي دي.
د مځکو غصب په اکثرو مواردو کې د وسله والو شخړو سبب شوی. یوازې تېره اوونۍ مو د افغانستان له دوو سیمو څخه د مځکو د غصب پر سر د دوو خونړیو نښتو راپورونه لرل.
همدا علت دی چې ځیني کارپوهان د مځکو د غصب مسئله د افغانستان د ثبات د راتلونکي لپاره د طالبانو تر بلوا ستونزمنه بولي.
ویل کېږي چې د دولت په مختلفو ادارو کې د پرېمانه فساد له کبله غاصبانو په اسانه ځان ته قوالې جوړې کړي او په ډېرو مواردو کې یې غصب کړي جایدادونه په نورو پلورلي او څو ځلي لاس په لاس شوي چې اوس یې اصلي خاوند ته ستنول هم تقریباً ناممکنه شوي دي.
دولتي چارواکو هم په مختلفو نومونو او پلمو ملي شتمنۍ غصب کړي او دا هم ویل کېږي چې د زورورو د خوشالولو لپاره یې هغوی ته دولتي شتمنۍ د انعام په ډول ورکړي.
زموږ مېلمانه دي:
انجنیر محمد یوسف پښتون
د ښارجوړولو په چارو کې د ولسمشر سلاکار
د افغانستان د کرنې وزارت د مڅکو د عمومي ادارې رييس جاوید نادر

پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ