د بریتانیا پولیسو پرون خبر ورکړ، چې نولس سوه کسان یې نیولې او د نیول شويو کسانو تر نیمايي زیات یې په هغو بلواګانو کې پر لاس لرلو په رسمي ډول تورن شوي، چې تیره اونۍ په دې هیواد کې د ولوټ او ورانۍ سبب شوي.
په لندن، برمنګهم او مانچیسټر کې د نیولو شویو کسانو د دوسیو د څیړنې لپاره محکمې نن د دویمې شپې لپاره پرلپسې کار کوي.
دا بلوګانې د تیرې اونۍ د شنبې په ورځ په لندن کې پیل شوې او د څلورو شپو په دوران کې د بریتانیا نورو ښارونو ته هم خپرې شوې.
په بلوګانو کې ګډونوالو د کاونه لوټ کړل او عامه شتمنیو ته یې اورونه واچول.
په دې بلواګانو کې پنځه کسان ووژل شول او پولیس له هغو درې مشکوکو کسانو څخه هم تحقیقات کوي، چې ګومان کېږي په وژنو کې یې لاس درلود.
د لندن د پولیسو مشر تیم ګوډوین خبریالانو ته وویل، موږ سره د خلکو ملاتړ شته او موږ به سخت کار وکړو څو هغه کسان چې له قوانینو یې سرغړاوي کړی و نیسو او دې کار ته به ادامه ورکوو.
د دې هیواد صدراعظم ډیویډ کامرون هم ویلي، چې قانون ماتونکیو ته به سزا ورکړل شي.