ترکمنستان:۴۰ کسان د وسلو په ډیپو کې د چاودنې په تور محکوم شوي

په یوه اینټرنیټي پاڼه کې چې د ترکمنستان د اپوزیسون له لورې له دې هیواد څخه د باندې اداره کېږي، خبر ورکړل شوی دی، چې څلوېښت کسان د هغې چاودنې په تور محکوم شوي، چې د جولای په اومه نیټه د ابادان د ښار د وسلو په یو ډیپو کې وشوه.

په دې ویب پاڼه کې راغلي، چې له هغو کسانو څخه چې محاکمه شوې دي، اوه کسان له شلو تر پنځه ویشتو کلونو بند باندې محکوم شوي او پاتې کسانو ته د لس کلن بند سزا اورول شوې ده.

د ترکمنستان حکومت دا چاودنه یوه تصادفي پېښه بللې وه او ویلي یې وو، ۱۵ کسان په کې وژل شوې دي.

خو په ترکمنستان کې د بشري حقونو پلویان وايي، دې چاودنې تر دیارلس سوو کسانو پورې وژلي وو.