علي نجفي:که پر ما تور ثابت شي باید محاکمه شم

داود علي نجفي

د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر غواړي، چې پر ده لګېدلي تورونه وڅېړل شي او دغه تورونه روښانه شي.

داود علي نجفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په اداري فساد کې لاس نه لري او غیرې قانوني کارونه یې نه دي کړي:

“زه دا موضوع په بشپړه توګه ردوم، درې موضوعوي هلته راغلي وې، لومړی دا چې ګواکې ما ویلي وه، چې ولسمشر ما ولسمشر کړی، که نه داکتر عبدالله ولسمشر کېدی.

دوهمه موضوع د قتل ده او بله موضوع په وزارت کې د رشوت او فساد په اړه وه.

که زه تورن یم یا پر ما ثبته شي، زه باید محکمه شم، دا هغه ټکي دي، چې زه یې په جدي توګه یادوم.”

نوموړي وویل، په دې اړه یې د هېواد له امنیتي ادارو څخه غوښتي، چې جدي څېړنې وکړې او هرڅه معلوم کړي.

ځینو رسنیو د ترانسپورټ وزارت د هغو دوو کارکوونکو په اړه په وروستیو کې راپور ورکړ، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د شکایتونو کمېسیون ته یې د داود علي نجفي په اړه شکایت کړی او پر نوموړي یې تور لګولی، چې د هرات د ترانسپورټ د رئیس میرویس پیمان په وژلو کې لاس لري.

د لیک په یوه بله برخه کې د ښاغلي نجفي له خولې ویل شوي وه، چې ما د ولسمشر حامد کرزي لپاره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې 60 فیصده درغلي کړې ده او نوموړی مې ولسمشر کړ او ښاغلی کرزي ماته وايي چې ستاسو د ښو جبران څنګه وکړم.

پر ښاغلي نجفي دا تور هم لګول شوې، چې په اداري فساد کې لاس لري.

دغه لیک د اسداله مومند او عبدالله اڅکزي په نامه د ترانسپورټ وزارت د دوو کارکوونکو له خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د شکایتونو کمېسیون ته لیږل شوی.

د ارګ ماڼۍ د شکایتونو اورېدلو د کمېسیون رئیس اسدالله وفا ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا لیک دوي ته رسېدلی او دوي د اداري فساد پر ضد د ستراتیژۍ د عملي کولو د څار کمېسیون ته لیږلی:

“موږ ته دغه لیک سره د یوه څو ټوټو د ترانسپورت له خوا راغلي وه، موږ ورته مجبور وو چې د اداري فساد د څار ادارې ته یې ولیږو، چې معلومات ورکړي.

تر هغه مخکې دا مطبوعاتو ته ورکول یو ملي خیانت دی، د وزیر صاحب، زما، د ترانسپورټ د رئیس او مرستیال په اړه، زه پر دوي هیڅ شواهد نه لرم.

یوازې دا لیک ماته راغلی وو، دا شخصي شی وو ما د فساد پر ضد د څار ادارې ته لیږلی، داسې راپورونه خو دوه لکه د هرچا په اړه ورکول کیږي.”

د ترانسپورټ وزارت سرپرست خبریالانو ته د خپلو هغو دوو کار کوونکو تیلیفوني کلیپونه هم واورول، چې د دې وزارت له خوا ثبت شوي او وايي، چې دغه لیک دوي نه دی لیږلی.

خو پر دغو ثبت شوو ږغونو باور کول ګران کار دی، چې ایا دا همدغه کسان دي چې لیک یې لیږلی او که د بل چا ږغ دی.

د افغانستان د اداري فساد پر ضد د ستراتیژۍ د عملي کولو د څار کمېسیون تر اوسه دوي ته د ورلیږل شوو شکایتونو په اړه څه نه دي ویلي.

معصوم میوند- کابل