د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پنځه تنه پولیس وژل شوی دي.
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار رسنیو ته ویلي دي، تیره ورځ د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته وسلوالو طالبانو برید کړی دی، چې پنځه پولیس وژل شوي دي.
قوماندان وویل، طالبانو ته هم مرګ او ژوبله اوښتی ده، خو دقیقه شمېره یي نه ده مالومه.
د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي، چې په ګرشک کې د دوي ملګرو ته زیان نه دی رسېدلی، خو د ګرشک د اوبازانو په سیمه کې یي پنځه پولیس وژلي دي.