جنوبي کوریا:شمالي کوریا ۴راکټه راویشتي

د جنوبي کوریا خبري اژانس (یونهاپ ) وايي، چې شمالي کوریا دچهارشنبې په ورځ په ژیړ سمندرګې کې څلور راکټه د دوي لوري ته ور ویشتی دي. دا په یوه ورځ کې دوهمه ورته پېښه ده.

د یونهاپ اژانس، د سیمې د اوسیدونکو په حواله دا معلومات خپاره کړي دي او تر اوسه د چارواکو له خوا په دې ارتباط څه خبره نه ده شوې.

پرون ورځ د دواړو کوریاګانو سرحد ته نږدې د شمالي کوریا د مزایلو تر لګیدو وروسته د جنوبي کوریا سمندري ځواکونو د خبرداري لپاره ډزې وکړې.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس وروسته د مزایلو د حملې خبر رد کړ او ویي ویل، چې دا په سیمه کې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د یوې پروژې د کار په ترڅ کې عادي چاودنې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند پر شمالي کوریا د کرارۍ ږغ کړی دی.