ناټو به د روسیې له لارې په افغانستان کې خپل پوځیان اکمالوي

تر دې مخکې افغانستان د ناټو اکمالات تر ډېره د پاکستان له لارې کېدل.

د ناټو یو ویاند کارمن رومیرو ویلي دي، موږ په دې هیله چې زر تر زره راته له دې لارې څخه افغانستان ته د اکمالاتو د رسولو اجازه راکړل، شي خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

په داسې حال کې چې د دې کال په پای کې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو شمیر کمیږي، د روسیې سره دا نوی تړون د ناټو غړیو هیوادونو ته د دې اجازه ورکوي، چې په افغانستان کې خپلو پاتې سرتیرو ته په خوندي توګه اکمالات ورشوي.

ناټو همدا اوس د پاکستان د لارې په مقایسه د روسیې او منځني اسیا د هیوادو نو له لارې د لوژیستکي موادو انتقال زیات کړی دی.

تر دې مخکې د تیرې یو لسیزې په جګړه کې د امریکا متحده ایالات او ملګري یې تر ډیره په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د اکمالولو لپاره د پاکستان پر لاره متکي وو، چې د کراچۍ له بندره یې اکمالات کول.

تر دوه کاله د مخه پورې دوی د خپلو اکمالاتو په سلو کې نوې برخه د پاکستان له لارې انتقالوله.

خو دا مهال د دې اکمالاتو په سلو کې څلوېښت برخه یې د روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ازبکستان او قزاقستان له لارې رسوي.

دا مهال ناټو له دې لارې یوازې لوژیستیکي مواد انتقالولی شي، خو د دې تړون غړي هیوادونه وايي، غواړي تر راتلونکې کال پورې له درې برخو څخه دوه برخې اکمالات د افغانستان شمال ته د ورغلې همدې لارې څخه وکړي او د پوځي موادو لکه وسلو او تجهیزاتو په برخه کې هم اوسني محدودیت لرې شي.

له بلې خوا ډیپلوماټان وايي که افغانستان ته د روسیې او منځنۍ اسیا له لارې اکمالات زیات شي دا به له پاکستان سره په اړیکو کې هم د واشینګټن دریځ پیاوړی کړي.

په عین حال کې افغانستان ته د چین او ایران له لارې هم د موادو انتقال ممکن دی، خو ناټو د ایران لاره له دې هیواد سره د اټومې لانجې له کبله نه شي غوره کولی او له چین څخه بیا لاره له پیچومو او لوړو زوړ ډکه ده، چې تګ راتګ پرې ستونزمن دي.