په تورخم کې ۶ پاکستاني ترهګر نیول شوي دي

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، چې ځواکونو یې شپږ پاکستاني ترهګر نیولي دي.

د ملي امنیت ادارې په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د نیول شویو کسانو نومونه ذکر کړي او ویلي یې دي، چې دوی افغانستان ته د اوښتو په مهال په تورخم کې ونیول شول.

په اعلامیې کې همداراز راغلي، دغه کسان له اسنادو او جعلي تذکرو سره نیول شوي او وغوښتل یې د تروریستي فعالیتونو لپاره کندهار، ننګرهار او بغلان ته ولاړ شي.