چین اعلان وکړ، چې د جنګې الوتکو وړونکې جنګي بیړۍ لومړنۍ سمندرې آزموینې یې پیل کړي دي.
د چین دولتې خبري آژانس سینهوا وایي، دا ستره جنګي بیړۍ سهار وختي د شمال ختیځ ولایت لیونینګ له دالیان بندر څخه روانه شوه.
ویل کېږي، چی دا هغه پخوانۍ بیړۍ ده، چې پخواني شوروي اتحاد یې د جوړولو چارې نه وې بشپړې کړې او چین شاوخوا لس کاله وړاندې له اوکراین څخه پیرلې وه.
سینهوا اژانس وایي، دا بیړۍ چې ۳۰۰ میتره اوږده ده، د بیا رغونې او آزموینې چارې به یې دوام وکړې. آژانس وایي، د سمندري آزمیښت موده به یې لنډه وي.
چین وایي، هیله مند دی، چې دغه رغول شوې بیړۍ به د څیړنو او آزمیښتونو په مقصد استعمال کړې او پلان لري، چې په خپله د جنګي الوتکو وړونکې ستره بیړۍ جوړه کړي.