د افغانستان د ولسي جرګې اداري هیات وايي، جمهور رییس حامد کرزي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته امر کړی، چې د ځانګړې محکمې له خوا ګټوونکي اعلان شوي دوه شپیته معترض کاندیدان ولسي جرګې ته ور وپيژني.
د ولسي جرګې دویم مرستیال احمد بهزاد نن په عمومي غونډه کې وویل، ښاغلي کرزي د کمیسیون چارواکو ته ویلي، چې د ځانګړې محکمې حکم دې په څلورویشتو ساعتونو کې عملي کړي.
بل خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دغه خبره ردوي.
د دې کمیسیون ویاند تابش فروغ ازادي راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي له جمهور رییس سره په دې موضوع تیره ورځ غونډه درلودله.
″د تیرې ورځې په کتنې کې اساسي مساله له محکمو نه جمهور رییس ته د صلاحیت د تفویض او بیا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د دې صلاحیت سپارل و.″
هغه وویل، په دې اړه دوی د جمهور رییس حامد کرزي د یوه ځانګړي فرمان منتظر دي.