ننګرهار: د ځمکې پر سر شخړه کې لس تنه مړه او ټپیان شوي

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو قومونو په شخړه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادي راډیو ته وویل، تیره ورځ ناوخته د کوچیانو او سي پای قوم ترمنځ د دې نښتې له امله د طورخم جلال اباد لویه لار بنده شوې هم وه، چې وروسته د پولیسو په مرسته بیرته پرانستل شوه.

هغه وویل، هغه ځمکه چې شخړه پرې شوې دولتي ده، خو دواړه خواوې یې د ملکیت دعوې کوي.

د سیمې خلک وايي، یادو قومونو پخوا هم درې ځلې داسې شخړې کړي دي او دولت یې باید په هواري کې جدي اقدامات وکړي.