په سوریې کې زور زیاتیو د ترکیې د صبر کاسه نسکوره کړې

د ترکیې د بهرنیو چار وزیر پر سوریې ټینګار وکړ، چې د حکومت ضد اعتراض کونکو پر ضد دې له سخت چلند څخه لاس واخلي. احمد اغلو پرون په دمشق کې د سوریې له ولسمشر بشارالااسد سره د کتنې پر مهال دا خبرې وکړې.

فعالان او د بشري حقونو ډلې وايي، چې په سوریې کې د مارچ له نیمایي راهیسې چې د بشارالااسد د رژیم پرضد اعتراضونو پیل شوی له اولس سوو څخه زیات کسان وژل شوي دي.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان د روانې اوونۍ په سر کې ویلي وو، دې زور زیاتیو د ترکیې د صبر کاسه نسکوره کړې ده.

ترکیه د سوریې یوه لویه تجارتي ملګرې ده. دواړه هېوادونه اته نیم سوه کیلومتره ګډه پوله هم لري.

اغلو په داسې وخت کې سوریې ته سفر کړی و، چې پرون د سوريې د ځواکونو په لاس د پینځو فعالانو د وژنې خبر هم ورکړی شوی و.

د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان، کویټ او بحرین ګډه غونډه وکړه په د دې زور زیاتیو په ارتیاط یې د نړیوالو مخ په زیاتیدونکو اندیښنو په اړه خبرې وکړې. دوی له سوریې څخه خپل سفیران وروغوښتل.