شا وخوا شپاړس زره پولیس تیره شپه د لندن په سړکونو کې ځای په ځای شوي وو. په غالب ګمان د وړمې شپې درې برابره عسکر د نارامیو د مخنوي لپاره راټول شوي وو.
پولیس وايي، هغه سړی چې په لندن کې دا اونۍ د شورش په لړ کې په یوه موتړ کې په ډزو لګیدلی و، پرون مړ شو.
دا په درې ورځینو نارامیو کې چې لوټ، تالان او اور لګیدل په کې وشول لومړنی قربانی و. د دې نارامیو لمن له لندن څخه لیورپول، برستول او پرمنګم ته وغځیده.
دغه نهه ویشت کلن سړی، چې په ډزو ټپی شوی و، د دوشنبې په ورځ د لندن په جنوب کې له سوزیدلو ودانیو سره موندل شوی و.
د بریتانیا صدراعظم ډېوېډ کامېرن پرون وویل، د دې نارامیو د له منځه وړلو لپاره به هره هڅه تر سره کړي.
″زه هغو خلکو ته چې د دې ناسم عمل او جنایت مسوول دی ډیر واضحه پیغام لرم. تاسو به د قانون په زور ښه پوه شي او که تاسو د دې جنایت د ترسره کولو لپاره په کافی اندازه ژمن یی نو هماغسي به له سزا سره هم مخامخ کیږي.
هغو خلکو ته به زه دا ووایم چې تاسو نه یواځې د نورو ژوند خرابوﺉ، تاسو نه یواځي خپله ټولنه بربادوﺉ تاسو په کامله توګه خپل ژوند هم له تباهي سره مخا مخ کوﺉ.″
دا نارامي چې له لندنه پیل شوی وې د پولیس په وینا تیره شپه د لا لویو ګډوډیو پلان و.
کامرون به نن د دې نارامیو په ارتباط له پارلمان څخه هم له خبرو غوښتنه وکړي. چارواکي وايي، له څلور نیم سوو څخه زیات کسان د دې نارامیو په ارتباط د تیرو درې شپو په ترڅ کې نیول شوی دي.