اوباما: د امريکا اقتصادي ستونزې د حل کېدو وړ دي

د امريکا ولسمشربارک اوباما پرون د امريکا د متحدو ايالتونو د کريډيټ يا اعتبار د ارزښت دفاع وکړه، ويې ويل، د امريکا اقتصادي ستونزې د حل کېدو وړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ د ونډو په بازارونو کې د ونډو يا سهامونو ارزښت مخ په ټيټېدو دي.

اوباما دا خبرې وروسته له دې وکړې، چې د ارزښت ټاکلو ادارې سټنډرډ او پورز Standard and poor’s د جمعې په ورځ د امريکا د اعتبار ارزښت يا اندازه له AAA څخه AA+ ته راکمه کړه.

ولسمشر اوباما وويل، د امريکا متحد ايالتونه به تل اې. اې. اې هيواد وي، خو د هېواد د اقتصادي ستونزو د سمولو لپاره سياسي ارادې ته اړتيا ده.

″حقيقت دا دی، چې موږ د ارزښت ټاکلو ادارې ته اړتيا نه لرو، چې راته ووايي، موږ د کسر د کمولو لپاره متوازنې او اوږدمهالې تګلارې ته اړ يو.

تېره اوونۍ دا خبره سمه وه، تېرکال دا سمه وه، دا خبره هغه ورځ سمه وه، چې زه د ولسمشرۍ پر چوکۍ کښېناستم. موږ د ارزښت ټاکلو ادارې ته اړتيا نه لرو، چې راته ووايي، په تېرو څو مياشتو کې په واشنګټن کې هڅې رغنده نه وې.″

له بلې خوا په نړۍ کې د ونډو په بازارونو کې د ونډو ارزښت مخ په کمېدو دي.

خو د سرو زرو بيه پرون د لومړي ځل لپاره په هر اونس کې يو اعشاريه ۷۰۰ ډالره لوړه شوه.