تر ۶۰سلنو زیات افغانان په رواني ناروغیو اخته دي


په میدان وردګو کې د نجونو د لیسو نشتوالی د نجونو په تعلیم تاثیر کوي

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد او بهسودو په والسوالیو کې د نجونو د لېسو د نشتوالي له امله نجونې له تعلیم نه پاتې کېږي.

پژواک خبري اژانس رپوټ ورکوي، چې د نجونو د لېسو د نشتوالي ترڅنګ امنیتي ستونزې او د هلکانو په لېسو کې د نجونو له زده کړو سره د کورنیو مخالفت هم نجونې نه پرېږدي چې له منځنیو زده کړو پورته تعلیم ته ادامه ورکړي.

خبر زیاتوي، چې د دایمیرداد او بهسودو په لومړۍ برخه کې د هلکانو د څوارلسو لېسو په ګډون شپږ پنځوس ښوونځي فعال دي، خو نجونې یوه لېسه هم نه لري.


د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

په افغانستان کې د مور په شیدو د تغذیې نړېواله اوونۍ

د مور په شیدو د تغذیې نړېواله اوونۍ د افغانستان روغتیا وزارت له خوا ولمانځل شوه.

ازادۍ راډيو رپوټ ورکوي، چې د مور په شېدو د تغذیې د نړېوالې اوونۍ په لمانځغونډه کې چې د زمري له لسمې تر شپاړلسمې یې دوام درلود د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل له ټولو میندو، پلرونو، مخورو، دیني عالمانو او رسینو وغوښتل، چې میندې وهڅوي چې خپل ماشومان په خپلو شیدو وروزي.

مېرمن دلیل همدا راز له کورنیو او بهرنیو موسسو وغوښتل، چې په خپلو ادارو کې وړکتونونه جوړ کړي څو ماشومان له میندو لري او د مور له شیدو بې برخې نه شي.

په تایلنډ کې د لومړي ځل لپاره ښځه صدراعظمه شوه

د تایلنډ پارلمان د لومړي ځل لپاره یوه ښځه ینګلوک شیناوتا د صدراعظمې په توګه وټاکله.

۴۴کلنه ینګلوک د پخواني صدراعظم تاکشین شیناوتا خور ده، ینګلوک شیناوتا د کینتاکي پوهنتون فارغ التحصیله ده او له فرانکفورت پوهنتون څخه یې په سیاسي علومو کې ماستري اخستې ده.

دا د تېرې دوشنبې په ورځ د تایلند په پارلمان کې د رایو د لوی اکثریت په ګټلو سره د صدراعظمۍ مقام ته ورسېده.


د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


۶۰سلنه افغانې ښځې په رواني ناروغیو اخته دي

د روغتیا د نړېوال سازمان یوه سروي ښیي، چې په افغانستان کې په سلو کې تر شپېتو زیات افغانان له رواني ناروغیو او نارکراریو ځورېږي چې د دې شپېته فیصدو زیاته برخه ښځې دي.

روان پوهان وایي، چې جګړه، مهاجرت، بېوزلي ، ناوړه دودونه، کورني تاوتریخوالي، په واړه عمر ودونه او داسې نورې ناخوالې هغه عوامل دي چې ښځې تر ټولو زیاتې اغېزمنې کوي او په رواني مړاویتوب او نورو رواني ناروغیو یې اخته کوي.

رواني ناروغۍ د درملنې وړ دي، چې د روان پوهانو د مشورو او په جدي حالاتو کې د درملو له لارې ناروغان خپله روغتیا بیا مومي او خپل عادي ژوند بیا پیلولای شي، خو په افغانستان کې تر اوسه لا رواني ناروغیو ته وړ پام نه دی شوی، نه یې د درملنې پوره مرکزونه شته او نه هم له دغو ناروغانو سره په کورونو کې سمه رویه کېږي.

د افغانستان د مدیکا موسسې همدې تشې ته په پام سره له نهو کلو راهیسې د یو شمېر روان پوهانو له خوا د ښځو رواني درملنه پیل کړې چې تر اوسه زر ښځې روغې شوي او اوس د کابل په ځینو ناحیو او دغه راز ښخینه بڼ کې په سلګونو رواني ناروغانې تر تداوۍ لاندې دي.

د کابل اوسېدونکې ذکیه چې د ښځینه بڼ په مرکز کې یې رواني درملنه کېږي د کورنۍ تاوترخوالي له امله دغه ناروغۍ ورته پیدا شوې ده.

رواني ناروغان په سر کې بې حوصله وي، غواړي یوازې اوسي، په وړو خبرو په غوسه کېږي یا یې خوب کمېږي او یا هم ډېرېږي، تل خپه وي او کار ته یې زړه نه کېږي، خو که یې په دې حالت کې درملنه ونه شي نو د غاړې او ملا دردنه ورته پیداکېږي او ان ځان او نورو ته تاوان ور رسوي.

د لوګر اوسېدونکې شینکۍ له همداسې رواني ناروغانو څخه ده، چې وایي ان د خپل لاس او پښو غوښې به یې شکولې، شینکۍ د اتو ماشومانو مور ده، چې د مېړه او زوۍ مړینې رواني ناروغي ورته پیدا کړې، دا چې د کوټې په کنج کې ګوښه په چورت کې ناسته وه د ناروغۍ په اړه مې ترې وپوښتل هغې خپله کیسه داسې پیل کړه.

شینکۍ د خپلو خبرو په دوام وویل، چې له دوه نیمو میاشتو راهیسې د اوونې یوه ورځ راځي او په ګروپ کې له نورو ښځو سره د خبرو اترو، ورزشي تمرینونو او داسې نورو لارو چارو په مرسته یې درملنه کېږي.

هغه ښځې چې رواني نارکرارۍ لري خپلې کورنۍ اړیکې سمې نه شي پاللی او په تېره د مورتوب مسوولیتونه په سمه توګه نه شي تر سره کولای.

د ښځینه بڼ د رواني ناروغانو د درملنې د ګروپ ګڼې مېرمنې وایي، چې اوس تر پخوا ډېرې ښې شوي، له ماشومانو او کورنۍ سره یې سلوک بدل شوی او خپل ځان او نورو ته زیان نه رسوي.

ذکیه وايي، چې په دې دو میاشتو کې چې درملنه یې پیل شوې په رواني حالت کې یې څرګند توپیر لیدل کېږي .

د مدیکا افغانستان د موسسې کلینکي ارواپوهه زرغونه احمدزۍ وایي، هغه ښځې چې په اول سر کې دوي ته راځي ډېرې په بد حال وي خو وروسته له دې چې درملنه یې پیل شي ورو ورو یې حالت ښه کېږي.

زرغونه احمدزۍ زیاتوي، چې ته ښځینه رواني ناروغانې د روغتونونو او دغه راز د بشر د حقونو د کمیسیون له خوا ورپېژندل کېږي چې دوي یې تر شپږو میاشتو هره اوونۍ یوځل په ګروپي او انفرادي ډول را غواړي او درملنه یې کوي.

زرغونه احمدزې زیاتوي، چې د رواني ناروغیو د مخنیوي لپاره باید په کورنیو کې له ښځو سره تاوترخوالی ونه شي دوي ته د یوه بې ارزښته شي په سترګه ونه کتل شي او په حقونو یې سترګې پټې نه شي.

دغه راز دا وایي هغه ښخې چې په رواني ناروغیو اخته دي باید سالم مصروفیت ورته پیدا شي او کورنۍ ورسره خواخوږي ولري او خبرې یې واوري نه دا چې لا هم ورټل شي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ