بشارالاسد: د مخالف مظاهرچیانو ځپل به جاري ساتو

پرون د سوریې جمهور ریس بشار الاسد یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د رژیم د مخالفو مظاهره کونکو پر ضد به خپل ځپونکي اقدامات جاري وساتي.

بشار الاسد هغوی له قانون څخه سرغړونکي او باغیان وبلل او ویې ویل، چې د یک شنبې په سهار په دوو ښارګوټو د حکومتي قواوو حمله د خلکو د ژوند د ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو دنده وه.

د عرب لیګ عمومي منشي په یوه اعلامیه کې چې د یک شنبې په ورځ خپره شوې، په سوریه کې په عاجل ډول د هر ډول تشدد د بندیدو غوښتنه کړې ده.