جرمني او فرانسې په ایرو زون کې د یو لړ مهمو اقتصادي اقداماتو د عملي کیدو غوښتنه کړې

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل او د فرانسې جمهور ریس نیکولاس سارکوزي د یک شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې په هغه کې په ایرو زون کې د یو لړ مهمو اقتصادي اقداماتو د عملي کیدو غوښتنه شوې ده.

په دې اعلامیه کې ژر تر ژره د هغو اقتصادي اصلاحاتو د عملي کیدو غوښتنه شوې، چې د ایرو زون غړو د جولای په میاشت کې موافقه پرې کړې وه.

دوی پر ایټالیا او هسپانیه چې مخکې لا قرضونو ځپلي دي، غږ کړی چې د اروپا په اتحادیه کې د اقتصادي اطمینان د ټینګولو په خاطر باید په بودجه کې کسر کم کړي.

په عین حال کې، د اوو صنعتي هیوادونو د ډلې (جي ۷) د ماليې مسولینو د یک شنبې په ورځ وویل، چې د دوشنبې په ورځ به غونډه وکړي او په مارکیټ کې د تازه را پیدا شوې بې ثباتۍ د کنټرول په خاطر به په خپلو مرکزي بانکونو کې د یوې هماهنګۍ په رامنځ ته کولو بحث وکړي.