راپورونه وايي، د عراق صدراعظم نوري المالکي د بریښنا وزیر له کاناډايي او جرمني کمپنیو سره د یو عشاریه ۷میلیارده ډالرو د قراداد پر سر له کاره ګوښه کړی دی.
د عراق د پارلمان یوه غړي علي نسیف وویل، د بریښنا د چارو وزیر راد سلال وروسته له هغې له دندې لرې کړای شو، چې په دغه وزارت کې د د وروستیو قراردادونو په اړه شوي څیړنې وښوده چې په یاد شوي قرارداد کې ذکر وشي کمپنۍ اصلاً موجودې نه دي.
نسیف ویلي، د بریښنا د وزارت زیات شمېر کار کونکي په دغې قراراداد کې دخیل دي.
د عراق زیاتره سیمې په اوړي کې د بریښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ وي، چې له امله خلک اړ کیږي چې له شخصي جنریترونو څخه استفاده وکړي.
په بغداد کې تیر کال او د سږني اوړي په پیل کې زرګونو کسانو د بریښنا د قطع کیدو په عکس العمل کې پراخې مظاهرې وکړې.