د دفاع وزارت وایي، چې لا تر اوسه نه ده معلومه چې وړمه شپه په میدان وردک ولایت کې د بهرنیو ځواکونو هیلې کاپټره د طالبانو له خوا ویشتل شوې اوکه خپله پرې وتې ده.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري نن ازادۍ راډیو ته وویل، ګمان نه کوي چې وسله وال طالبان داسې وسله ولري، چې الوتکې او هیلې کاپټرې پرې وولي.
د بهرنیو ځواکونو چینوک ډله هیلې کاپټره وړمه شپه د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې وغورځېده.
ایساف یا نړېوالو سوله ساتوځواکونو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په دې هیلې کاپټره کې اوه د ملي اردو عسکر، یو افغان ترجمان او دیرش امریکایي سرتیري ووژل شول.
د امریکا ولسمشر، د ناټوعمومي منشي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دې امله ژور خفګان څرګند کړی دی.