ننګرهار:د نجونو د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پیل شو

د ننګرهار ولایت د بهسود په ولسوالۍ کې د ناهید شهید په نوم د هلکانو او نجونو یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار نن پیل شو.

د ننګرهار د پوهنې رییس الله داد اسماعیلزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ودانۍ به د جرمني له خوا دوه لکه ډالره ولګول شي چې دولس درسي او نورې اړینې خونې به ولري.

ویل شوي، چې د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ناهید شهید په دې لیسه کې کابو درې زره هلکان او نجونې په جلا وختونو کې زده کړې کوي، خو دې لیسې پخوا سمه ودانۍ نه درلوده او زده کوونکي یې له ستونزو سره مخامخ وو.