هلمند: د نړېوالو ځواکونو په بمبار کې د یوې کورنۍ ۹ تنه وژلي دي

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ ځنې اوسېدونکي وايي، چې د نړیوالو ځواکونو په بمبار کې د یوې کورنۍ ۹ تنه وژل سوي دي.

د دوی په خبره چې دغه بمبار پرون شوې او یو کور په کې په نښه شوی.

د نادعلي ولسوال حبیب الله شمالاني له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په دې حمله کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله ومنله، خو د وژل سوو کسانو د شمېر په اړه یې معلومات ورنه کړه.

ده وویل، نړیوالو ځواکونو وروسته له هغه له هوايي ځواک څخه کار واخیستی، چې پر ګزمه یې وسله والو مخالفینو حمله وکړه.

نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.