ICB:د ایرو زون د بحران مساله به د بحث په سر کې وي

اټکل کیږي چې نن به په فرانکفورت کې د اروپا د مرکزي بانک ( اي سي بي) د تګ لارې په میاشتنې غونډه کې د ایرو زون هېوادو د پورونو د بحران مساله د بحث په سر کې وي.

ایټالیا او اسپانیا ته د پورونو مسالې دا ویره پیدا کړې ده، چې دغه دوه هېوادونه چې په اوولس ایرو زون هېوادو کې دریم او څلورم پیاوړی اقتصاد لري ښایي د یونان، ایرلنډ او پرتګال په څیر په نړیواله کچه مالي ضمانت ته اړتیا پیدا کړي.

د اروپایي کمسیون مشر خوزې مانویل باروسو دا مساله د ژورې اندیښنې وړ وګڼله.

پانګه اچونکي هیلمن دي چې نن به د ( اي سي بي) له غونډې وروسته په خبرې غونډې کې د دغه بانک رییس جین ګلاد ترچت اقتصادي بازارونو ته یو ډول ډاډ ورکړي، داسې چې دغه بانک دې ته چمتو شوی دی چې د ایرو زون د پورونو د بحران د مخنوي لپاره راوړاندې کیږي.