لوګر:موجوده ځواکونه د مخالفینو فعالیتونه نه شي بندولای

د لوګر امنیتي چارواکي د امنیتي ځواکونو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، چې موجوده ځواکونه د دې توان نه لري چې د مخالفینو فعالیتونه بند کړي.

د لوګر د امنیې قومندان غلام سخي روغ لیونی غوښتنه کوي، چې امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس باید په دې ولایت کې نور هم ډیر شي.

لوګر د کابل جنوب ته پروت هغه ولایت دې چې د نا امنۍ کچه په کې د نورو ګاونډېو ولایتونو په پرتله زیاته ده.