د ایران اسلامي شورا یا پارلمان د ولسمشر احمدي نژاد له خوا د تېلو وزارت لپاره ګمارل شوي وزیر رستم قاسمي ته په خورا ډېر اکثریت د تایید رایه ورکړه.
رستم قاسمي ته د پارلمان په ۲۴۶ حاضرو غړو کې ۲۱۶ وکیلانو رایه ورکړې ده.
په نوموړي باندې، چې د ایران د انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران قومندان وه د ملګرو ملتو له خوا په دې شک بندیزونه لګول شوي وه، چې ګواکې ده د ایران د اټومي پرواګرام د پراختیا په هڅو کې لاس درلود، خو تهران دا ډول تورونه ردوي.